او كله چې دوى څه بې حیايي وكړي (، نو) وايي: مونږ په دې باندې خپل پلرونه موندلي دي او الله مونږ ته د دې حكم كړى دى، ته (ورته) ووایه: بېشكه الله د بې حیایۍ حكم نه كوي، ایا تاسو په الله باندې هغه دروغ تپئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ الاعراف ۷:۲۸ ⧉
تفسیر:
او کله چې وکړي مشرکان یو کار چې دير بد وي لکه شرک او د بیت الله شریف نه بربنډ طواف او یا داسې نور، نو دوی دا بهانه کوي چې بیشکه دوی موندلي وو پلرونه د دوی چې دا کارونه یې کول، او یقینا الله تعالی دوی ته په دې باندې حکم کړی و، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-!. بیشکه الله تعالی امر نه کوي په ګناهونو باندې، بلکې منع کوي د ګناهونو نه، نو څرنګه تاسو په هغه باندې دا دعوا کوئ؟ آیا تاسو وایې -ای مشرکانو- په الله تعالی باندې هغه څه چې تاسو پرې نه پوهیږئ په دروغو او افتراء سره.