سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 32)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۳۲

قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللَّهِ الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ ۚ قُلْ هِيَ لِلَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا خَالِصَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ 32 ٣٢

ته ووایه: هغه زینت چا حرام كړى دى چې الله د خپلو بنده ګانو لپاره راوېستلى دى او له رزقه څخه پاكیزه شیان (چا حرام كړي دي؟) ته ووایه: دا (نعمتونه) په دنيايي ژوند كې د هغو كسانو لپاره دي چې ایمان يې راوړى دى، چې (د دوى لپاره به) د قیامت په ورځ بېخي خالص وي، همدارنګه مونږ ایتونه په تفصیل سره بیانوو د هغه قوم لپاره چې پوهېږي (۳۲)

تفسیر
ووایه -ای پیغمبره- په داسې حال کې چې رد کوې په مشرکانو هغوی چې حراموي هغه څه چې الله تعالی حلال کړي د لباسونو نه او حراموي پاک د خوراکونو نه او داسې نور: چا حرام کړي په تاسو باندې جامې هغه چې ستاسو لپاره ښایست دی؟ او څوک دی چې حرام کړي یې دي په تاسو باندې پاک شیان د خوراکونو او څښاک څخه او داسې نور د هغه څه نه چې الله تعالی تاسو ته درکړي؟ ووایه -ای پیغمبره-!: بیشکه دغه پاک (حلال) شیان د مومنانو لپاره دي د دنیا په زندګۍ کې، او اګر که نور خلک ورسره هم په دې دنیا کې شریک دي خو هغه به یواځې د دوی لپاره وي د قیامت په ورځ، چې کافران به ورسره په دې کې نه شریکیږي؛ ځکه چې جنت حرام دی په کافرانو باندې، د دې بیان په شان مونږ بیانوو آیتونه د هغه قوم لپاره چې پوهه لري؛ ځکه چې هم دوی هغه خلک دي چې فایده به پرې اخلي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ