سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 39)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۳۹

وَقَالَتْ أُولَاهُمْ لِأُخْرَاهُمْ فَمَا كَانَ لَكُمْ عَلَيْنَا مِنْ فَضْلٍ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْسِبُونَ 39 ٣٩

د دوى ړومبني به خپلو وروستنو ته ووايي: نو تاسو لپاره پر مونږ باندې هېڅ فضیلت نشته، پس تاسو عذاب وڅَكئ د هغو عملونو په سبب چې تاسو به كول (۳۹)

تفسیر
او وبه وایې مشران هغه چې تابعداري یې کړی شوي خپلو تابعدارانو ته: نشته تاسو لره -ای تابعدارانو! په مونږ باندې څه فضیلت او غوروالی چې تاسو د هغه په وجه د دې مستحق شئ چې ستاسو نه عذاب کم شي، ځکه اعتبار هغو عملونو لره دی چې تاسو کړي، او تاسو لره د باطل په تابعدارۍ کې څه عذر او بهانه نشته، نو وڅکئ -ای تابعدارانو- عذاب لره په شان د هغه چې مونږ څکلی په سبب د هغه کفر او ګناهونو چې تاسو کول.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ