Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 39 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 39 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَقَالَتْ أُولَاهُمْ لِأُخْرَاهُمْ فَمَا كَانَ لَكُمْ عَلَيْنَا مِنْ فَضْلٍ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْسِبُونَ 39
ترجمه:
د دوى ړومبني به خپلو وروستنو ته ووايي: نو تاسو لپاره پر مونږ باندې هېڅ فضیلت نشته، پس تاسو عذاب وڅَكئ د هغو عملونو په سبب چې تاسو به كول الاعراف ۷:۳۹
تفسیر:
او وبه وایې مشران هغه چې تابعداري یې کړی شوي خپلو تابعدارانو ته: نشته تاسو لره -ای تابعدارانو! په مونږ باندې څه فضیلت او غوروالی چې تاسو د هغه په وجه د دې مستحق شئ چې ستاسو نه عذاب کم شي، ځکه اعتبار هغو عملونو لره دی چې تاسو کړي، او تاسو لره د باطل په تابعدارۍ کې څه عذر او بهانه نشته، نو وڅکئ -ای تابعدارانو- عذاب لره په شان د هغه چې مونږ څکلی په سبب د هغه کفر او ګناهونو چې تاسو کول.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 38 راتلونکې الاعراف • آیت 40