Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 40 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 40 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


إِنَّ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَاسْتَكْبَرُوا عَنْهَا لَا تُفَتَّحُ لَهُمْ أَبْوَابُ السَّمَاءِ وَلَا يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّىٰ يَلِجَ الْجَمَلُ فِي سَمِّ الْخِيَاطِ ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُجْرِمِينَ 40
ترجمه:
بېشكه هغه كسان چې زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلې دي او له هغو نه يې تكبر كړى دى، د دوى لپاره به د اسمان دروازې نه پرانستل كېږي او نه به دوى جنت ته داخلېږي تر هغه پورې چې اوښ د ستنې په سوري كې ننوځي او همدارنګه مونږ مجرمانو ته سزا وركوو الاعراف ۷:۴۰
تفسیر:
یقینا هغه کسان چې نسبت د دروغو کوي زمونږ ښکاره ایتونو ته، او لویي کوي د غاړه کیښودلو نه دې ایتونو ته دوی نا امیده دي د هر قسم خیر نه، نو نه به خلاصیږي دروازې د اسمان د دوی عملونو ته په سبب د کفر د دوی، او نه د دوی روحونو ته کله چې دوی مړه شي، او نه به جنت ته داخلیږي هیڅکله تر دې چې ننوځي اوښ -او دا د غټو چارپایانو څخه دی- په سوري د ستنه کې چې هغه د ډیرو تنګو شیانو څخه دی، او دا د ناممکنو کارونو څخه ده، نو په دې پورې تړل شوی شی -چې هغه جنت ته ننوتل دي- هم نا ممکن دی، او د دې سزا په شان سزا الله تعالی هغه چا ته ورکوي چې ګناهونه یې ډیر غټ وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 39 راتلونکې الاعراف • آیت 41