سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 40)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۴۰

إِنَّ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَاسْتَكْبَرُوا عَنْهَا لَا تُفَتَّحُ لَهُمْ أَبْوَابُ السَّمَاءِ وَلَا يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّىٰ يَلِجَ الْجَمَلُ فِي سَمِّ الْخِيَاطِ ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُجْرِمِينَ 40 ٤٠

بېشكه هغه كسان چې زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلې دي او له هغو نه يې تكبر كړى دى، د دوى لپاره به د اسمان دروازې نه پرانستل كېږي او نه به دوى جنت ته داخلېږي تر هغه پورې چې اوښ د ستنې په سوري كې ننوځي او همدارنګه مونږ مجرمانو ته سزا وركوو (۴۰)

تفسیر
یقینا هغه کسان چې نسبت د دروغو کوي زمونږ ښکاره ایتونو ته، او لویي کوي د غاړه کیښودلو نه دې ایتونو ته دوی نا امیده دي د هر قسم خیر نه، نو نه به خلاصیږي دروازې د اسمان د دوی عملونو ته په سبب د کفر د دوی، او نه د دوی روحونو ته کله چې دوی مړه شي، او نه به جنت ته داخلیږي هیڅکله تر دې چې ننوځي اوښ -او دا د غټو چارپایانو څخه دی- په سوري د ستنه کې چې هغه د ډیرو تنګو شیانو څخه دی، او دا د ناممکنو کارونو څخه ده، نو په دې پورې تړل شوی شی -چې هغه جنت ته ننوتل دي- هم نا ممکن دی، او د دې سزا په شان سزا الله تعالی هغه چا ته ورکوي چې ګناهونه یې ډیر غټ وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ