سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 48)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۴۸

وَنَادَىٰ أَصْحَابُ الْأَعْرَافِ رِجَالًا يَعْرِفُونَهُمْ بِسِيمَاهُمْ قَالُوا مَا أَغْنَىٰ عَنْكُمْ جَمْعُكُمْ وَمَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ 48 ٤٨

او د اَعراف ملګري به داسې سړیو ته اواز وكړي چې دوى به يې په خپلو نښو سره پېژني، دوى به (ورته) وايي: تاسو ته نه خو ستاسو ډلې فايده درورسوله او (نه) هغه چې تاسو به تكبر كاوه (۴۸)

تفسیر
او اواز به وکړي د اعراف والا څه سړو ته د اور والاو د کافرانو نه چې پیژني به دوی په خپلو نښو باندې لکه د مخونو توروالی او د سترګو شینوالی دوی ته به وایې: فایده درنه کړه تاسو لره جمع کولو د مالونو او ډیروالي د سړو، او فایده درنه کړه تاسو ته ستاسو مخ اړولو د حق نه د لویۍ او ځان اوچتوالی د وجې نه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ