سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۴

وَكَمْ مِنْ قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا فَجَاءَهَا بَأْسُنَا بَيَاتًا أَوْ هُمْ قَائِلُونَ 4 ٤

او څومره ډېر كلي دي چې مونږ هغه هلاك كړي دي، نو زمونږ عذاب هغو ته راغى، په دې حال كې چې دوى د شپې ویده وو، یا په غرمه كې ارام كوونكي وو (۴)

تفسیر
څومره ډیر دي هغه کلي چې مونږ هلاک کړي په خپل عذاب باندې هر کله چې هغوی همیشوالی وکړ په خپل کفر او ګمراهۍ باندې، نو راغی په هغوی باندې زمونږ سخت عذاب - پداسې حال کې چې هغوی بې خبره و- د شپې یا د ورځې، نو هغوی د خپل ځان نه عذاب دفع نه کړی شو، او نه دفع کړو د هغوی نه عذاب د هغوی تش په نامه معبودانو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ