Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 4 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 4 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَكَمْ مِنْ قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا فَجَاءَهَا بَأْسُنَا بَيَاتًا أَوْ هُمْ قَائِلُونَ 4
ترجمه:
او څومره ډېر كلي دي چې مونږ هغه هلاك كړي دي، نو زمونږ عذاب هغو ته راغى، په دې حال كې چې دوى د شپې ویده وو، یا په غرمه كې ارام كوونكي وو الاعراف ۷:۴
تفسیر:
څومره ډیر دي هغه کلي چې مونږ هلاک کړي په خپل عذاب باندې هر کله چې هغوی همیشوالی وکړ په خپل کفر او ګمراهۍ باندې، نو راغی په هغوی باندې زمونږ سخت عذاب - پداسې حال کې چې هغوی بې خبره و- د شپې یا د ورځې، نو هغوی د خپل ځان نه عذاب دفع نه کړی شو، او نه دفع کړو د هغوی نه عذاب د هغوی تش په نامه معبودانو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 3 راتلونکې الاعراف • آیت 5