Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 3 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 3 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


اتَّبِعُوا مَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ وَلَا تَتَّبِعُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ ۗ قَلِيلًا مَا تَذَكَّرُونَ 3
ترجمه:
تاسو پیروي كوئ د هغه (دین) چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او تاسو له ده نه سِوا (د نورو) دوستانو پیروي مه كوئ، تاسو ډېر كم نصیحت اخلئ الاعراف ۷:۳
تفسیر:
تابعدارې وکړئ -ای خلکو- د هغه کتاب چې رالیږلی دی ستاسو رب په تاسو باندې، او د طریقو د خپل پیغمبر، او تابعداري مه کوئ د خواهشاتو د هغه چا چې تاسو یې دوستان ګڼئ د شیطانانو څخه او یا د ناکاره علماوو څخه، تاسو دوستي کوئ د دوی سره په داسې حال کې چې پریښودونکي یاست د هغه څه چې نازل شوي دي په تاسو باندې د دې وجې نه چې وسوسه کوي یې دوی ته د دوی خواهشات، یقینا تاسو ډیر لږ پند (نصیحت) قبلوئ؛ داسې که چیرته تاسو پند (نصیحت) قبلولی نو تاسو به په حق باندې بل څه ته ترجیح او غوره والی نه وي ورکړی، او خامخا به تاسو د هغه څه تابعداري کړی وي چې ستاسو پیغمبر پرې راتګ کړی، او په هغه به مو عمل کړی وي، او د هغه نه پرته نور هر څه به مو پریښی وی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 2 راتلونکې الاعراف • آیت 4