سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 54)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۵۴

إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ ۗ أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ ۗ تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ 54 ٥٤

بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا د عرش له پاسه برقراره شو، هغه په شپې سره ورځ پټوي، په دې حال كې چې دا (شپه) هغې (ورځ) لره په تلوار سره طلب كوي او (پیدا كړې يې ده) لمرسترګه، او سپوږمۍ او ستوري، چې د هغه په حكم سره مسخر كړى شوي دي، اګاه شئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول، ډېر بركت والا دى الله چې رب العلمین دى (۵۴)

تفسیر
بیشکه رب ستاسو -ای خلکو- خاص الله تعالی دی هغه ذات چې پیدا کړي یې دي اسمانونه او پیدا کړی یې ده ځمکه پغیر د مخکني مثال نه په اندازه د شپږو ورځو کې، بیا پورته شو، او اوچت شو الله تعالی په عرش باندې داسې پورته کیدل چې څنګه د هغه د شان او مرتبې سره مناسب وي چې مونږ د هغه په کیفیت (څرنګوالی) نه پوهیږو، بیا له منځه وړي تیاره د شپې د ورځې په رڼا سره، او د ورځې رڼا د شپي په تیارې سره، او هر یو د دې دواړو نه طلب کوي یو بل لره په تیزۍ سره داسې چې د هغه څخه وروسته کیږي نه، نو کله چې دا یو لاړ شي دا بل راشي، او پیدا کړی یی دی لمر، او پیداکړی یې ده سپوږمۍ، او پیدا کړي یي دي ستوري تابعدار او تیار، خاص الله تعالی لره یوازې اختیار د پیدایش دی، نو څوک دی پیداکوونکی پرته له هغه نه؟! او خاص یوازې هغه لره دی واک د حکم کولو،او زیات دی خیر د هغه او ډیر دی احسان د هغه، نو هغه موصوف دی په صفتونو د عظمت او پوروالی، پالونکی د ټولو عالمونو دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ