سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 65)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۶۵

وَإِلَىٰ عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا ۗ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ ۚ أَفَلَا تَتَّقُونَ 65 ٦٥

او (مونږ لېږلى و) عاد (قوم) ته د هغوى ورور هود، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ برحق معبود نشته، ایا نو تاسو نه وېرېږئ! (۶۵)

تفسیر
او مونږ لیږلی و عادیانو ته پیغمبر د هغوی له جنس نه، چې هغه هود -علیه السلام- و، ویې ویل: ای زما قومه! بندګي وکړئ یوازې د الله تعالی، نو نشته تاسو لره څوک لایق د بندګۍ په حقه سره پرته له الله تعالی نه، آیا تاسو نه ویریږئ د هغه څخه په عملي کولو د اوامرو د هغه او په ځان ساتلو سره د هغه له نواهیو څخه؛ د دې لپاره چې تاسو د هغه له عذاب څخه بچ شئ؟!

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ