سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 66)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۶۶
قَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي سَفَاهَةٍ وَإِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكَاذِبِينَ
د هغه د قوم كافرو سردارانو وویل: بېشكه مونږ خامخا تا په بېوقوفۍ كې وینو او بېشكه مونږ خامخا په تا ګمان كوو له دروغجنو څخه (۶۶)
تفسیر
د قوم لویانو او ملکانو یې چې پر الله کافر شوي و او د هغه پیغمبر یې دروغ ګڼلی و وویل: یقینا مونږ پوهیږو چې ته -ای هوده-! په کم عقلۍ او جزبه کې یې، کله چې ته مونږ یوازې د الله تعالی بندګۍ ته رابلې، او د بتانو د بندګۍ پريښودلو ته مو رابلې، او یقینا مونږ دا کلکه عقیده لرو چې ته دروغ ویوونکی یې، ستا په دې دعوا کې چې ګویا ته رالیږل شوی پیغمبر یې.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: