سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 73)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۷۳
وَإِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا ۗ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ ۖ قَدْ جَاءَتْكُمْ بَيِّنَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ ۖ هَٰذِهِ نَاقَةُ اللَّهِ لَكُمْ آيَةً ۖ فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِي أَرْضِ اللَّهِ ۖ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
او ثمودیانو ته مو د هغوى ورور صالح (لېږلى و)، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ حق معبود نشته، یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره معجزه راغلې ده۔، دا د الله اوښه ده ستاسو لپاره، چې نښه ده، نو تاسو دا پرېږدئ چې د الله په ځمكه كې خوراك كوي او دې ته تكلیف مه رسوئ (ګنې) نو تاسو لره به ډېر دردوونكى عذاب ونیسي (۷۳)
تفسیر
او یقینا مونږ لیږلی و ثمودیانو ته د هغوی ورور صالح -علیه السلام- هغوی یې رابلل د الله تعالی یووالي او بندګۍ ته، صالح -علیه السلام- هغوی ته وویل: ای زما قومه! یواځې د الله تعالی بندګي وکړئ، نو نیشته تاسو لره لایق د بندګۍ پرته له هغه نه چې د عبادت مستحق وي، بیشکه راغلې تاسو ته ښکاره نخښه او معجزه د الله تعالی له طرفه په ریښتینولۍ د هغه څه چې ما پرې تاسو ته راتګ کړی دی، چې هغه اوښه ده چې د ډبرې (تیږې) نه به راوځي، د هغې لپاره به یو وخت (نوبت) وي چې اوبه به څښي، او ستاسو لپاره به د اوبو د څښلو معلومه ورځ وي، نو تاسو پریږدئ دې لره چې خوراک کوي د الله تعالی په ځمکه کې، نو نشته په تاسو باندې د هغې د کار (خدمت) نه هیڅ شي، او تاسو هغې ته هیڅ تکلیف مه رسوئ، که نه در وبه رسیږي تاسو ته دردناکه عذاب هغې ته د ضرر رسولو له امله.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: