سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 77)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۷۷
فَعَقَرُوا النَّاقَةَ وَعَتَوْا عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ وَقَالُوا يَا صَالِحُ ائْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ
نو هغوى د اوښې پړكي پرې كړل او د خپل رب له حكم نه يې سركشي وكړه او ويې ويل: اى صالحه! پر مونږ راوله هغه (عذاب) چې ته مونږ په هغه سره وېروې، كه چېرې ته له رسولانو څخه يې (۷۷)
تفسیر
نو مړه کړه دوی هغې اوښې لره چې دوی یې منع کړي وو د دې نه چې څه ضرر ورته ورسوي، په داسې حال کې چې لویې کوونکي وو د الله تعالی د امر د منلو نه، او د مسخرې په ډول یې وویل په داسې حال کې لرې ګڼوونکي وو هغه عذاب لره چې دوی پرې صالح -علیه السلام- ویرولي وو: ای صالح! رواړه مونږ ته هغه دردناک عذاب چې ته پرې مونږ ویروې که چیرته ته په ریښتیا د الله تعالی له طرفه پیغمبر یې.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: