سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 79)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۷۹

فَتَوَلَّىٰ عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَةَ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ وَلَٰكِنْ لَا تُحِبُّونَ النَّاصِحِينَ 79 ٧٩

نو هغه له دوى نه وګرځېده، او ويې ويل: اى زما قومه! یقینًا یقینًا ما تاسو ته د خپل رب پېغام درورساوه او ستاسو خیرخواهي مې وكړه او لېكن تاسو نصیحت (خیرخواهي) كوونكي نه خوښوئ (۷۹)

تفسیر
نو صالح -علیه السلام- د خپل قوم نه مخ واړاوه وروسته د نا امیدۍ د هغوی د قبلولو د دعوت نه، او دوی ته یې وویل: ای زما قومه! بیشکه ما ورسول تاسو ته هغه څه چې ما ته یې الله تعالی تاسو ته په دررسولو امر کړی و، او ما تاسو ته نصیحت کړی (خیرخواهي مې درله لټولې) ترغیب مې درکړی د اخرت او ویرولي مې یاست د الله تعالی له عذاب نه، خو لیکن تاسو داسې قوم یاست چې نه خوښوئ خیرخواهان (نصیحت کوونکي) کوم چې تاسو ته د خیر په ښودلو او د شر نه په لرې کولو حرصناک دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ