Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 79 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 79 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


فَتَوَلَّىٰ عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَةَ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ وَلَٰكِنْ لَا تُحِبُّونَ النَّاصِحِينَ 79
ترجمه:
نو هغه له دوى نه وګرځېده، او ويې ويل: اى زما قومه! یقینًا یقینًا ما تاسو ته د خپل رب پېغام درورساوه او ستاسو خیرخواهي مې وكړه او لېكن تاسو نصیحت (خیرخواهي) كوونكي نه خوښوئ الاعراف ۷:۷۹
تفسیر:
نو صالح -علیه السلام- د خپل قوم نه مخ واړاوه وروسته د نا امیدۍ د هغوی د قبلولو د دعوت نه، او دوی ته یې وویل: ای زما قومه! بیشکه ما ورسول تاسو ته هغه څه چې ما ته یې الله تعالی تاسو ته په دررسولو امر کړی و، او ما تاسو ته نصیحت کړی (خیرخواهي مې درله لټولې) ترغیب مې درکړی د اخرت او ویرولي مې یاست د الله تعالی له عذاب نه، خو لیکن تاسو داسې قوم یاست چې نه خوښوئ خیرخواهان (نصیحت کوونکي) کوم چې تاسو ته د خیر په ښودلو او د شر نه په لرې کولو حرصناک دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 78 راتلونکې الاعراف • آیت 80