سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 87)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۸۷

وَإِنْ كَانَ طَائِفَةٌ مِنْكُمْ آمَنُوا بِالَّذِي أُرْسِلْتُ بِهِ وَطَائِفَةٌ لَمْ يُؤْمِنُوا فَاصْبِرُوا حَتَّىٰ يَحْكُمَ اللَّهُ بَيْنَنَا ۚ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ 87 ٨٧

او كه په تاسو كې یوه ډله داسې ده چې په هغه شي يې ایمان راوړى دى چې زه ورسره رالېږل شوى یم او بلې ډلې ایمان نه دى راوړى، نو تاسو صبر كوئ تر دې چې الله زمونږ په مینځ كې فیصله وكړي او هغه تر ټولو بهتر فیصله كوونكى دى (۸۷)

تفسیر
او كه وي یوه ډله ستاسو نه چې ایمان یې راوړی وي په هغه څه چې ما پرې راتګ کړی زما د رب له طرفه، او یوه بله ډله چې په دې یې ایمان نه وي راوړی نو انتظار وکړئ -ای دروغجن ګڼوونکو- چې څه فیصله کوي الله تعالی ستاسو ترمنځ او خاص الله تعالی غوره د فیصله کوونکو څخه دی او ډیر د انصاف والا دی د هغه چا نه چې فیصله کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ