سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 90)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۹۰

وَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ لَئِنِ اتَّبَعْتُمْ شُعَيْبًا إِنَّكُمْ إِذًا لَخَاسِرُونَ 90 ٩٠

او د هغه له قومه كافرو مشرانو وویل: یقینًا كه چېرې تاسو د شعیب تابعداري وكړه، بېشكه تاسو به په دغه وخت كې خامخا له تاوانیانو څخه یئ (۹۰)

تفسیر
د شعیب-علیه السلام- له قوم څخه کافرو مشرانو او ملکانو چې د توحید بلنه یې نه منله او خلک یې له شعیب علیه السلام او د هغه له دین څخه منعه کول وویل: که چیرته تاسو ننوځئ -ای زمونږه قومه! د شعیب -علیه السلام- په دین کې، او پریږدئ خپل دین او د خپلو مشرانو دین نو تاسو به یقینا په دغه وخت کې هلاکیدونکي یاست.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ