سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 92)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۹۲
الَّذِينَ كَذَّبُوا شُعَيْبًا كَأَنْ لَمْ يَغْنَوْا فِيهَا ۚ الَّذِينَ كَذَّبُوا شُعَيْبًا كَانُوا هُمُ الْخَاسِرِينَ
هغه كسان چې شعیب يې دروغجن ګڼلى و، (داسې هلاك شول) لكه چې دوى په دغو (كورونو) كې بېخي اباد نه وو، هغه كسان چې شعیب يې دورغجن ګڼلى و، هم هغوى تاوانیان وو (۹۲)
تفسیر
هغه کسان چې د شعیب -علیه السلام- تکذیب یې کړی وو ټول هلاک شول، او داسې شول ګویاکې دوی بیخې په خپلو کورونو کې نه وي اوسیدلي او نه یې پکې څه خوندونه اخیستلي وي، هغه کسان چې د شعیب -علیه السلام- تکذیب یې کړی و خاص هم دوی تاوانیان شول؛ ځکه چې دوی په تاوان کې واچول خپل ځانونه او هغه څه چې دوی لرل، او د هغه د قوم څخه مومنان خلک تاوانیان نه وو لکه څرنګه چې دې کافرانو دعوا کوله.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: