سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 93)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۹۳

فَتَوَلَّىٰ عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَاتِ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ ۖ فَكَيْفَ آسَىٰ عَلَىٰ قَوْمٍ كَافِرِينَ 93 ٩٣

نو دى له هغوى نه وګرځېده او ويې ويل: اى زما قومه! یقینًا یقینًا ما تاسو ته د خپل رب پېغامونه درورسول او ستاسو خیرخواهي مې وكړه، نو زه څنګه په كافر قوم باندې افسوس وكړم (۹۳)

تفسیر
او مخ واړاوه لدوی څخه شعیب -علیه السلام- کله چې دوی هلاک شول، او دوی ته یې وویل: ای زما قومه! بیشکه ما رسولي تاسو ته هغه څه چې زما رب یې ماته؛ تاسو ته په دررسولو امر کړی دی، او تاسو ته مې نصیحت هم کړی لیکن تاسو زما نصیحت قبول نه کړ، او زما ویناوو ته مو غاړه کېنښوده، نو څرنګه زه خپه شم په هلاکت د هغه قوم چې په الله تعالی باندې کفر کوي او په خپل کفر کلک ولاړ هم دي؟!

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ