سوره نوح (آیت 21)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




71 نوح(نوح)، آیت ۲۱

قَالَ نُوحٌ رَبِّ إِنَّهُمْ عَصَوْنِي وَاتَّبَعُوا مَنْ لَمْ يَزِدْهُ مَالُهُ وَوَلَدُهُ إِلَّا خَسَارًا 21 ٢١

نوح وویل: اى زما ربه! بېشكه دوى زما نافرماني وكړه، او دوى د هغه چا پیروي وكړه چې دغه (كس) ته د ده مال او د ده اولاد زیاته نه كړه مګر زیانكاري (او تاوان) (۲۱)

تفسیر
نوح وويل: اې زما پالونکيه! پرته له شکه زما قوم په هغه څه کې له ما سرغړونه وکړه چې ما ستا يووالي او يوازې ستا لمانځلو ته رابلل، او له هغوی ښکته خلکو يې د خپلو هغو مشرانو پيروي وکړه چې تا پر مال او اولاد نازولي وو، نو ستا پېرزوينې هغوی ته يوازې لارورکي ور زياته کړه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ