سوره نوح (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




71 نوح(نوح)، آیت ۷

وَإِنِّي كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوا أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ وَاسْتَغْشَوْا ثِيَابَهُمْ وَأَصَرُّوا وَاسْتَكْبَرُوا اسْتِكْبَارًا 7 ٧

او بېشكه زه چې هر وارې دوى د دې لپاره راوبلم چې ته دوى وبخښې (نو) دوى خپلې ګوتې په خپلو غوږونو كې ننباسي او په خپلو جامو سره ځان (مخ) پټ كړي او په كفر باندې) اصرار (او همېشه والى) كوي او لويي كوي ډېر غټه لويي (۷)

تفسیر
او هر کله به مې چې هغوی هغه څه ته رابلل چې د هغوی د بښنې لامل کېدل لکه يوازې ستا لمانځل، ستا او ستا د رسول پيروۍ ته، خپل غوږونه به يې په خپلو ګوتو پټول، ترڅو زموږ د بلنې اورېدل منع کړي، او مخونه به يې په خپلو جامو پټول تر څو ما ونه ويني، او پر شرک پاتې کېدو ته يې دوام ورکولو او د هغه څه له منلو او باور کولو يې لويي کوله چې ورته را بلل مې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ