سوره الجن (جِنات) (آیت 13)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




72 الجن(الجن)، آیت ۱۳

وَأَنَّا لَمَّا سَمِعْنَا الْهُدَىٰ آمَنَّا بِهِ ۖ فَمَنْ يُؤْمِنْ بِرَبِّهِ فَلَا يَخَافُ بَخْسًا وَلَا رَهَقًا 13 ١٣

او دا چې بېشكه مونږ چې كله هدایت واورېده (، نو) مونږ په ده ایمان راوړ، نو هغه څوك چې په خپل رب ایمان راوړي، نو دى به نه له نقصان نه وېرېږي او نه (د چا) له ظلم نه (۱۳)

تفسیر
او دا چې کله موږ هغه قرآن واورېدلو چې سمې لارې ته ښوونه کوي ايمان مو پرې راوړ؛ نو څوک چې پر خپل پالونکي ايمان راوړي هغه د خپلو نېکيو له کمېدو نه وېريږي او نه به د کومې داسې ګناه څخه چې د هغه پخوانيو ګناهونو ته ور زياته کړل شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ