سوره المدثر (نغاړل شوی) (آیت 31)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




74 المدثر(المدثر)، آیت ۳۱

وَمَا جَعَلْنَا أَصْحَابَ النَّارِ إِلَّا مَلَائِكَةً ۙ وَمَا جَعَلْنَا عِدَّتَهُمْ إِلَّا فِتْنَةً لِلَّذِينَ كَفَرُوا لِيَسْتَيْقِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَيَزْدَادَ الَّذِينَ آمَنُوا إِيمَانًا ۙ وَلَا يَرْتَابَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَالْمُؤْمِنُونَ ۙ وَلِيَقُولَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَالْكَافِرُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَٰذَا مَثَلًا ۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ ۚ وَمَا يَعْلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَ ۚ وَمَا هِيَ إِلَّا ذِكْرَىٰ لِلْبَشَرِ 31 ٣١

او مونږ د دوزخ څوكيداران نه دي ګرځولي مګر ملايك او مونږ د دوى شمېر نه دى ګرځولى مګر ازمېښت د هغو كسانو لپاره چې كافران شوي دي، د دې لپاره چې هغه كسان یقین وكړي چې كتاب ورته وركړى شوى دى او د هغو كسانو ایمان زیات شي چې ایمان يې راوړى دى او شك ونه كړي هغه كسان چې كتاب ورته وركړى شوى دى او مومنان۔ او د دې لپاره چې هغه كسان ووايي چې د هغوى په زړونو كې مرض دى او كافران: الله په دې سره د مثال په لحاظ څه اراده كړې ده۔. همداسې الله ګمراه كوي چا ته چې وغواړي او هدایت وركوي چا ته چې وغواړي۔ او ستا د رب لښكرې نه پېژني مګر هم دى. او نه دى دا مګر د خلقو لپاره نصیحت (او پند) (۳۱)

تفسیر
او موږ د دوزخ ساتونکي نه دي ګرځولي مګر پرېښتې، چې بشر د هغوی توان نه لري، او د هغوی دغه شمېر مو يوازې د هغو کسانو لپاره ازموينه ګرځولې ده چې پر الله يې کفر کړی، ترڅو هغه څه ووايي چې وايي يې، نو پر هغوی عذاب څو برابره کړي او ترڅو هغه يهود باور وکړي چې تورات ورکړل شوی او هغه نصارا چې انجيل ورکړل شوی دی، کله چې قرآن نازلېده د هغوی د کتابونو تصدیق کوونکی و، ترڅو د مؤمنانو ايمان زيات شي، کله چې هغوی له اهل کتابو سره موافق شي، يهود، نصار او مؤمنان شک نه کوي، او ترڅو په ايمان کې تردد کوونکي او کافران ووايي: الله پر دغه عجيب شمېر د څه اراده کړې ده، لکه له دغه شمېر څخه د منکر لار ورکي، او پر هغه د رېښتيني بلونکي لارښوونه، الله چې د چا لار ورکي وغواړي پرې لار ورکی کوي يې او د چا چې لارښوونه وغواړي لارښوونه يې پرې کوي، او ستا د پالونکي لښکرې د هغوی د زياتوالي له امله يوازې الله ته معلومې دي، او اور يوازې د بشر لپاره يوه يادونه ده چې د الله پاک عظمت پرې پېژني.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ