سوره الإنسان (انسان) (آیت 19)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




76 الإنسان(الإنسان)، آیت ۱۹

وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَانٌ مُخَلَّدُونَ إِذَا رَأَيْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَنْثُورًا 19 ١٩

او په دوى باندې به (د خدمت لپاره) همېشني هلكان ګرځي۔، كله چې ته دوى ووینې۔ (نو) ته به دوى خورې كړى شوې ملغلرې ګڼې (۱۹)

تفسیر
او پر هغوی به په جنت کې داسې هلکان ګرځي را ګرځي چې تل به ځوانان وي، کله يې چې وينې د هغوی د مخونو د تازه والي، او د رنګونو د ښايست او په خپله د هغوی د زياتوالي او بېلوالي له امله به پر هغوی د خپرو ورو ملغلرو ګومان کوې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ