سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 12)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۱۲

إِذْ يُوحِي رَبُّكَ إِلَى الْمَلَائِكَةِ أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِينَ آمَنُوا ۚ سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ فَاضْرِبُوا فَوْقَ الْأَعْنَاقِ وَاضْرِبُوا مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ 12 ١٢

كله چې ستا رب ملايكو ته وحي كوله چې بېشكه زه له تاسو سره یم، نو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى ثابت كړئ، ژر به زه د هغو كسانو په زړونو كې رعب واچوم چې كافران شوي دي، نو تاسو د څټونو له پاسه وهل وكړئ، او تاسو له دوى نه (هر بند او) ټولې ګوتې ووهئ (۱۲)

تفسیر
کله چې ستا رب وحې وکړه -ای پیغمبره- هغو ملایکو ته چې الله تعالی په هغوی سره په بدر کې د مومنانو مرسته کړې وه: بیشکه زه ستاسو سره یم -ای ملایکو- په مرسته او ملاتړ سره، نو تاسو د مومنانو ارادې کلکې کړئ په جنګ کولو د دښمن د هغوی سره، خامخا زر دی زه به د کافرانو په زړونو کې سخته ویره واچوم؛ نو تاسو ووهئ -ای مومنانو- څټونه د کافرانو د دې لپاره چې مړه شي، او د هغوی اندامونه او د بدن غړي ووهئ چې ستاسو سره د جنګ کولو نه کیني.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ