دا ځكه چې بېشكه دوى د الله او د هغه د رسول مخالفت كړى دى او څوك چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، نو یقینًا الله ډېر سخت عذاب وا لا دى (۱۳)
تفسیر
دا سزا چې کافرانو ته رسیږي د وژلو او د اندامونو د وهلو نه د دې وجه دا ده چې دوی د الله تعالی او د هغه د پیغمبر خلاف کړی، نو عمل يې ندی کړی په هغه څه چې دوی ته پرې امر شوی دی، او ندي منع شوي له هغه څه نه چې دوی ترې منعه شوي وو، او څوک چې پدې کې د الله تعالی او د هغه د پیغمبر خلاف کوي نو بیشکه الله تعالی د سختې سزا ورکوونکی دی ده لره په دنیا کې په وژلو او بندي کولو سره، او په اخرت کې په اور سره.