سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 15)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۱۵

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا زَحْفًا فَلَا تُوَلُّوهُمُ الْأَدْبَارَ 15 ١٥

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو له كافرانو سره مخامخ شئ، چې يو لښكر وئ، نو تاسو هغوى ته (خپلې) شاګانې مه وراړوئ (۱۵)

تفسیر
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، کله چې تاسو په جنګ کې د کافرانو سره مخامخ شئ او نږدې یاست یو بل ته نو د هغوی نه ماتې مه خورئ، او خپلې شاګانی هغوی ته د تېښتې په حال کې مه اړوئ، بلکې د هغوی په مخ کې کلک شئ، او د هغوی په مخامخ کیدلو باندې صبر وکړئ، بیشکه الله تعالی ستاسو سره دی په خپلې مرستې او ملاتړ سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ