سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 16)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۱۶

وَمَنْ يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُ إِلَّا مُتَحَرِّفًا لِقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزًا إِلَىٰ فِئَةٍ فَقَدْ بَاءَ بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ 16 ١٦

او هغه څوك چې دوى ته په دغه ورځ كې خپله شا ورواړوي، سوا له هغه نه چې د جنګ لپاره بېرته ورګرځېدونكى وي، یا له (خپلې) ډلې سره یو ځاى كېدونكى وي، نویقینًا هغه د الله له جانبه په غضب سره راوګرځېده او د هغه استوګنه جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى (۱۶)

تفسیر
او چاچې وګرځوله دوی ته شا خپله د تېښتې په حال کې چې د دوی جنګ ته راګرځیدونکی نه و داسې چې دوی ته دا خپل تښتېدل وښايي خو په اصل کې دا یو چل وي، او دا په دوی باندې حمله کول غواړي، او نه وي یوځای کیدونکی په هغه ځای کې د موجوده مسلمانانو ډلې سره چې مرسته ورڅخه وغواړي؛ نو بیشکه دا راوګرځیده په غضب سره د الله تعالی له طرفه، او د دې مستحق شو، او په آخرت کې د ده ځای د جهنم اور دی، او ډیر بد ځای دی د ورتللو د ده، او ډیر بد دی ځای د ورګرځیدلو د ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ