سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 20)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
8
الأنفال(الأنفال)، آیت ۲۰
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَوَلَّوْا عَنْهُ وَأَنْتُمْ تَسْمَعُونَ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى! تاسو د الله او د هغه د رسول حكم منئ او له دې (اطاعت) نه مه ګرځئ، په دې حال كې چې تاسو اورئ (۲۰)
تفسیر
ای هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر پیروي موکړی، تابعداري وکړئ د الله تعالی او د هغه د پیغمبر په عملي کولو د هغه د امر او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، او تاسو د هغه نه مخ مه اړوئ د هغه د امر په مخالفت سره او د هغه په منهیاتو عمل کولو سره، او حال دا چې تاسو د الله تعالی آیتونه اورئ چې په تاسو لوستل کیږي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: