سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 21)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۲۱

وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ قَالُوا سَمِعْنَا وَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ 21 ٢١

او تاسو د هغو خلقو په شان مه كېږئ چې ویل يې: مونږ واورېدل، حال دا چې دوى به نه اورېدل (فايده من اورېدل) (۲۱)

تفسیر
او تاسو مه کیږئ -ای مومنانو- د هغو منافقانو او مشرکانو په څېر چې کله په دوی باندې د الله تعالی آیتونه ولوستل شي دوی وايې: مونږ اوریدلي په خپلو غوږونو سره هغه چې پر مونږ لوستل کیږي له قرآن کریم څخه، او دوی نه اوري اوریدل د سوچ او پند اخیستلو؛ چې دوی فایده واخلي په هغه څه چې دوی اوریدلي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ