سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 28)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۲۸

وَاعْلَمُوا أَنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ وَأَنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ 28 ٢٨

او تاسو پوه شئ چې بېشكه خبره همدا ده چې ستاسو مالونه او ستاسو اولادونه ازمايش دى او بېشكه الله (چې دى) له هغه سره ډېر لوى اجر دى (۲۸)

تفسیر
او پوه شئ -ای مومنانو- چې بېشکه ستاسو مالونه او بچي یقینا دا د الله تعالی له طرفه ازمیښت او امتحان دی تاسو لره، نو کیدای شي دا تاسو لره د آخرت لپاره تیاری کولو څخه بند کړي، او تاسو په خیانت کولو مجبور کړي، او پوه شئ چې بیشکه خاص الله تعالی سره لوی ثوابونه دي، نو تاسو مه پاتې کوئ د خپلو مالونو او بچو په مراعت کولو سره د ځان څخه دا ثواب او د هغوی له وجې خیانت مه کوئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ