سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 2)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۲

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ 2 ٢

بېشكه خبره همدا ده چې مومنان هغه خلق دي، چې كله الله یاد كړى شي، نو د دوى زړونه ووېرېږي او كله چې دوى ته د هغه (الله) ایتونه تلاوت كړى شي (، نو) دغه (ایتونه) دوى ته ایمان ورزیات كړي او خاص په خپل رب باندې دوى توكل كوي (۲)

تفسیر
بیشکه په ریښتیا سره مومنان هغه دي چې کله الله تعالی یاد کړی شي د دوی زړونه وویریږي؛ او زړونه او بدنونه یې د نیکۍ طرف ته راشي، او کله چې په دوی باندې د الله تعالی آیتونه ولوستل شي په هغې کې سوچ او فکر وکړي نو ایمان یې نور هم زیات شي سره د پخواني ایمان نه، او دوی یوازې په خپل رب باندې اعتماد کوي د مصلحتونو په غوښتلو او د فساد په دفع کولو کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ