Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 2 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 2 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ 2
ترجمه:
بېشكه خبره همدا ده چې مومنان هغه خلق دي، چې كله الله یاد كړى شي، نو د دوى زړونه ووېرېږي او كله چې دوى ته د هغه (الله) ایتونه تلاوت كړى شي (، نو) دغه (ایتونه) دوى ته ایمان ورزیات كړي او خاص په خپل رب باندې دوى توكل كوي الأنفال ۸:۲
تفسیر:
بیشکه په ریښتیا سره مومنان هغه دي چې کله الله تعالی یاد کړی شي د دوی زړونه وویریږي؛ او زړونه او بدنونه یې د نیکۍ طرف ته راشي، او کله چې په دوی باندې د الله تعالی آیتونه ولوستل شي په هغې کې سوچ او فکر وکړي نو ایمان یې نور هم زیات شي سره د پخواني ایمان نه، او دوی یوازې په خپل رب باندې اعتماد کوي د مصلحتونو په غوښتلو او د فساد په دفع کولو کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 1 راتلونکې الأنفال • آیت 3