او الله داسې نه دى چې دوى ته عذاب وركړي، په دې حال كې چې ته په دوى كې يې او الله دوى ته عذاب وركوونكى نه دى، په داسې حال كې چې دوى بخښنه (استغفار) غواړي (۳۳)
تفسیر
او ندی الله تعالی چې عذاب ورکړي ستا امت ته -برابره خبره ده که چا ستا دعوت منلی او که نه يي دی منلی (مسلمانان دی که کافران)- په داسې یو عذاب سره چې د دوی جرړي وباسي او ته -ای محمده- ژوندی يې د دوی ترمنځ يې، نو ستا شتوالی د دوی تر منځ دوی لره له عذاب څخه ژغورونکي دي، او ندی الله تعالی چې دوی ته عذاب ورکړي او حال دا چې دوی د الله تعالی څخه د خپلو ګناهونو بخښنه غواړي.