سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 34)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۳۴

وَمَا لَهُمْ أَلَّا يُعَذِّبَهُمُ اللَّهُ وَهُمْ يَصُدُّونَ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَمَا كَانُوا أَوْلِيَاءَهُ ۚ إِنْ أَوْلِيَاؤُهُ إِلَّا الْمُتَّقُونَ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ 34 ٣٤

او دوى ته څه (امتیاز حاصل) دى چې الله به دوى ته عذاب نه وركوي، حال دا چې دوى له مسجد حرام نه (خلق) منع كوي، حال دا چې دوى د دې (مسجد) جايز واكداران نه دي، نه دي واكداران د دې (مسجد) مګر پرهېزګاره خلق او لېكن د دوى زیاتره نه پوهېږي (۳۴)

تفسیر
او څه شی د دوی له عذاب څخه منع کول کوي حال دا چې دوی کړي هغه څه چې دوی د عذاب مستحق شوي د بندولو د دوی خلکو لره د مسجد حرام نه د طواف کولو او د لمونځ کولو نه پدې کې؟ او ندي مشرکان د الله تعالی دوستان، نو ندي دوستان د الله تعالی مګر نیکان خلک هغوی چې ویریږي د هغه نه په عملي کولو د حکمونو د هغه او په ځان ساتلو سره د نواهیو د هغه څخه، خو لیکن ډیر مشرکان په دې نه پوهیږي کله چې دوی دعوه کوي چې ګویا کې دوی د دې دوستان دي، او حال دا چې دوی د الله تعالی دوستان نه دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ