د دې لپاره چې الله خبیث له پاك نه جدا كړي او (بیا) خبیث كېږدي ځینې يې د ځینو له پاسه، بیا يې یو د بل له پاسه ټول راجمع كړي، بیا به يې جهنم ته وغورځوي، همدغه خلق تاوانیان دى (۳۷)
تفسیر
بوتللی به شي دا کافران- هغوی چې خرچ کول يې خپل مالونه د الله تعالی له لارې څخه د بندولو لپاره- اور د جهنم ته د دې لپاره چې الله تعالی جلا کړي د کافرانو خبیثه ډله د مومنانو له پاکي ډلې نه، او د دې لپاره چې خبیث خلک او کارونه او مالونه د یو بل دپاسه ډیری کړي، نو بیا به وګرځوي دې لره په اور د جهنم کې، بیشکه خاص هم دغه کسان تاوانیان دي؛ ځکه چې همدوی خپل ځانونه او خپل خاندانونه تاوانیان کړي د قیامت په ورځ.