سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 40)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۴۰

وَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَوْلَاكُمْ ۚ نِعْمَ الْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ النَّصِيرُ 40 ٤٠

او كه چېرې دوى وګرځي، نو تاسو پوه شئ چې بېشكه الله ستاسو مولٰی (ساتونكى) دى، ښه مولٰی دى او ښه مدد كوونكى دى (۴۰)

تفسیر
او که چیرته دوی مخ واړاوه له هغه څه نه چې دوی ته پرې امر شوی د ځان ساتلو د کفر نه او د خلکو د منع کولو نه د الله تعالی د لارې نه، نو تاسو یقین وکړئ -ای مومنانو- چې بیشکه الله تعالی ستاسو مدد کوونکی دی په دوی باندې، ډیر ښه دوست دی د هغه چا چې دوستي ورسره وکړي، او ډیر ښه مددګار دی د هغه چا چې مدد ورسره وکړي، نو د چا سره چې دوستي وکړي نو دا کامیاب شو، او د چا سره چې مدد وکړي نو یقینا دا کامیاب شو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ