سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 42)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۴۲

إِذْ أَنْتُمْ بِالْعُدْوَةِ الدُّنْيَا وَهُمْ بِالْعُدْوَةِ الْقُصْوَىٰ وَالرَّكْبُ أَسْفَلَ مِنْكُمْ ۚ وَلَوْ تَوَاعَدْتُمْ لَاخْتَلَفْتُمْ فِي الْمِيعَادِ ۙ وَلَٰكِنْ لِيَقْضِيَ اللَّهُ أَمْرًا كَانَ مَفْعُولًا لِيَهْلِكَ مَنْ هَلَكَ عَنْ بَيِّنَةٍ وَيَحْيَىٰ مَنْ حَيَّ عَنْ بَيِّنَةٍ ۗ وَإِنَّ اللَّهَ لَسَمِيعٌ عَلِيمٌ 42 ٤٢

كله چې تاسو په ډېرې نژدې غاړه كې وئ او هغوى په ډېرې لرې غاړه كې وو او قافله له تاسو نه لاندې وه۔ او كه چېرې تاسو یو له بل سره وعده كړې وَى، خامخا به تاسو په وعده كې مختلف شوي وَى او لېكن د دې لپاره چې الله هغه كار پوره كړي چې مقرر شوى و، د دې لپاره چې هلاكېدونكى د روښانه دلیل (له قايمېدو) نه (پس) هلاك شي، او ژوندى پاتې كېدونكى د روښانه دلیل (له قايمېدو) نه (پس) ژوندى واوسي او بېشكه الله یقینًا ښه اورېدونكى، ښه پوه دى (۴۲)

تفسیر
رایاد کړئ-مومنانو-کله چې وئ تاسو په نزدې غاړه د کندې مدینې طرف ته او مشرکین په هغه لرې غاړه دکندې وو مدینې طرف ته او قافله تاسو څخه ښکته د بحر غاړې ته نزدې وه که تاسو او مشرکینو یو د بل سره وعده کړې وای چې په بدر کې به مخامخ کیږو ضروربه خلاف کړی وای ځینو ستاسو د ځینو سره لیکن الله تعالی یوځای کړئ تاسوپه بدرکې په غیر د وعدې نه ددې لپاره چې پوره کړي فیصله کړای شوی کار چې هغه د مومنانو مدد او د کافرانو شرمول او د خپل دین پیاوړي کول او د شرک ذلیله کول دي او د دې لپاره چې مړ شي هغه چې مري ددوي نه پس دقايمولو د حجت نه په هغه باندې په سبب د غلبې د مومنانو په کافرانو سره د کموالي د کسانو او د وسايلو او ژوندي به پاتې شي څوک چې ژوندي پاتي شو سره د واضحه دلیل نه چې الله تعالی ورته ښکاره کړ پس پاتې به نه شي د هیچا دپاره د الله تعالی په وړاندې څه دلیل[عذر]چې الله تعالی ته یې پیش کړي الله تعالی د هر چا خبرې اوري او د هر چا په کارونو پوه دی، هیڅ شی د دوی د خبرو او د کارونو نه د الله تعالی څخه نه شي پټیدای او الله تعالی به هغوي ته په هغې جزا ورکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ