سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 44)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۴۴

وَإِذْ يُرِيكُمُوهُمْ إِذِ الْتَقَيْتُمْ فِي أَعْيُنِكُمْ قَلِيلًا وَيُقَلِّلُكُمْ فِي أَعْيُنِهِمْ لِيَقْضِيَ اللَّهُ أَمْرًا كَانَ مَفْعُولًا ۗ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ 44 ٤٤

او كله چې يې تاسو ته هغوى، ستاسو له یو بل سره د مخامخ كېدلو په وخت كې، ستاسو په سترګو كې ډېر لږ ښودل او تاسو يې د هغوى په سترګو كې لږ ښودلئ، د دې لپاره چې الله هغه كار پوره كړي چې مقرر شوى و او خاص د الله په طرف ټول كارونه بېرته ګرځولى شي (۴۴)

تفسیر
رایاد کړئ-ای مومنانو-هغه وخت کله چې تاسو له مشرکانو سره مخامخ شوئ نو لږ یې وښودل تاسو ته، او الله زړور کړئ تاسو په حمله کولو پر مشرکینو په وخت د جنګ کې اولږ یې وښودئ تاسو د هغوی په سترګو کې، پس راوړاندې شول هغوی هم ستاسو جنګ ته او پر شا ګرځېدل یې په فکرکې هم نه راتله د دې لپاره چې پوره کړي الله هغه کار چې فیصله یې کړای شوې وه، لپاره دبدلې اخیستلو د مشرکینو څخه په قتلولو او بندیانولو [د مومنانو په لاس] او د نعمت ور کولو لپاره مومنانوته په مدد او غلبې سره په دشمنانو او یو الله ته ورګرځي ټول کارونه، پس بد عمله ته به د هغه د بدۍ سزا ورکړي او نیک عمله ته به د هغه د نیک عمل اجرورکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ