سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 50)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۵۰

وَلَوْ تَرَىٰ إِذْ يَتَوَفَّى الَّذِينَ كَفَرُوا ۙ الْمَلَائِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ وَذُوقُوا عَذَابَ الْحَرِيقِ 50 ٥٠

او كه چېرې ته ووینې هغه وخت چې ملايك د كافر شويو كسانو ساګانې قبض كوي، چې د هغوى مخونه او د هغوى شاګانې وهي او (ورته وايي:) سخت سوزونكى عذاب وڅَكئ (۵۰)

تفسیر
که لیدلای وای تا-ای پیغمبره-هغه کسان چې کفر یې کړی و په الله او د هغه په رسول کله چې اخلي ملائک روحونه د هغوي په داسې حال کې چې راکاږي ورڅخه روحونه او وهي یې په مخونو کله چې ورته مخامخ وي او په شاګانوکله چې شا ورواړوي اوتښتي او ورته وایې:وڅکئ-ای کافرو-سوزوونکی عذاب که دا حالت وګورې خاماخا یو لوی شان والا کار به وګورې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ