سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 53)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۵۳

ذَٰلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا نِعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَىٰ قَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ ۙ وَأَنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ 53 ٥٣

دا په دې چې یقینًا الله د هغه نعمت بدلوونكى نه دى چې په كوم قوم يې پېرزوكړى وي تر هغه پورې چې هغوى هغه بدل كړي چې د هغوى په نفسونو كې دى او دا په دې چې یقینًا الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى (۵۳)

تفسیر
د دې سخت عذاب سبب دا و چې بیشکه الله تعالی په یو قوم د یو نعمت پیرزو وکړي د خپل طرف نه، بیرته یې ورڅخه نه اخلي تر څو چې هغه قوم خپل ښه حالت په بد حالت نه وې بدل کړی، ایمان او د الله تعالی دحکمونو تابعداري او د نعمتونو شکر یې په کفر او د الله تعالی په نافرمانۍاو د هغه د نعمتونو په ناشکرۍ نه وي بدل کړی او بیشکه الله تعالی همیشه اوري خبرې دبنده ګانو او همیشه پوه دی د هغوی په کارونو او هیڅ شی د هغوی د خبرو او د کارونو څخه په الله تعالی پټ نه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ