سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 58)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۵۸

وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِنْ قَوْمٍ خِيَانَةً فَانْبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَىٰ سَوَاءٍ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ 58 ٥٨

او كه چېرې كله هم ته له كوم قوم نه د خیانت (وعده خلافۍ) اندېښنه ولرې، نوته دوى ته په برابرۍ سره (دغه عهد) وغورځوه، بېشكه الله خیانت كوونكي (وعده ماتوونكي) نه خوښوي (۵۸)

تفسیر
که چیرته وبیریدې-ای پیغمبره-د هغه قوم نه چې وعده یې درسره کړې وه؛ د دوکې اویا د وعدې د ماتولو نه په یوه علامه چې ښکاره شوه تاته نو خبر ورکړه هغوی ته په ماتولو د وعدې تر دې چې برابرشې هغوی ستا سره په خبرتیا کې په ماتولو د وعدې او ته مه مخکې کیږه په خیانت کې په هغوی باندې مخکې د هغوی د خبرولو نه، بیشکه د وعدې په ماتولوکې پټه غبته(سیالي)خیانت دی اوالله مینه نه کوي د خاینانوسره بلکه بغض ورسره کوي نو د خیانت څخه وبیریږه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ