سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 63)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۶۳

وَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ ۚ لَوْ أَنْفَقْتَ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مَا أَلَّفْتَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ ۚ إِنَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ 63 ٦٣

او د دوى د زړونو په مینځ كې يې محبت واچاوه، كه چېرې تا هغه ټول څه لګولي وى چې په ځمكه كې دي (، نو) تا به د دوى د زړونو په مینځ كې محبت نه و اچولى او لېكن الله د دوى په مینځ كې محبت واچاوه، بېشكه هغه ډېر غالب، ښه حكمت والا دى (۶۳)

تفسیر
اوالله تعالی یوځای کړي وو زړونه د هغه مومنانوچې ستا مدد یې ورباندې کړی وو پس له هغې چې هغه جدا وو که خرچه کړای وای تا هغه مال چې په ځمکه کې دی د دې لپاره چې ته ددوی دا ټوټه ټوټه زړونه رایوځای کړې تابه نه و را یو ځای کړي، لیکن یو الله تعالی رایوځای کړل، بیشکه الله تعالی پخپله پاچاهۍ کې زورور دی هېڅوک پرې زورور کیدای نه شي او حکمت والا ذات دی پخپله فیصله، تدبیر او شریعت کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ