سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 65)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۶۵

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ ۚ إِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ ۚ وَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ مِائَةٌ يَغْلِبُوا أَلْفًا مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَفْقَهُونَ 65 ٦٥

اى نبي! ته مومنان (له كفارو سره) په جنګ كولو باندې تېز كړه، كه چېرې په تاسو كې شل تنه صبر كوونكي وي، نو په دوه سوه كسانو به غالبه شي او كه چېرې په تاسو كې سل تنه صبر كوونكي وي (، نو) په هغو زرو كسانو به غالبه شي چې كافر شوي دي، ځكه چې یقینًا هغوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي (۶۵)

تفسیر
ای نبي مؤمنان جګړې ته وهڅوه او تیز یې کړه په هغه څه چې مضبوط کړي مورال د دوی او په حرکت راولي د هغوي همتونه؛ که چیرته شي ستاسو نه-ای مومنانو-شل جنګیالي صبر کوونکي په خلاف د کافرانو غالبه به شي په دوه سوه کافرو اوکه شي ستاسو نه سل جنګیالي غالب به شي په زرو کافرو دا په دې وجه چې یقیناکافران داسې قوم دی چې نه پوهیږي په دې چې د الله طریقه دا ده چې د خپلو دوستانو مدد کوي او دښمنان ذلیله کوي او کافران د جنګ هدف نه پیژني هغوی یوازې د دنیایې پرمختګ لپاره جنګیږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ