سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 68)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۶۸

لَوْلَا كِتَابٌ مِنَ اللَّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَا أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ 68 ٦٨

كه د الله له جانبه مخكینى لیك نه وى (، نو) تاسو ته به د هغې (فدیې) په بدل كې چې تاسو واخيستله، خامخا ډېر لوى عذاب دررسېدلى و (۶۸)

تفسیر
که نه وای لیکل د الله چې مخکې په هغې فیصله شوې او اندازه شوې چې بیشکه الله حلال کړي ستاسو لپاره غنیمتونه او روا کړې یې ده ستاسو لپاره فدیه د بندیانو نو خامخا رسیدلی به و تاسو ته سخت عذاب د الله له طرفه په سبب د هغه غنیمت او هغه فدیې د بندیانو چې اخیستې وه تاسو مخکې د نازلیدلو د وحې نه د الله له طرفه په رواوالي دهغې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ