سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 70)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۷۰

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِمَنْ فِي أَيْدِيكُمْ مِنَ الْأَسْرَىٰ إِنْ يَعْلَمِ اللَّهُ فِي قُلُوبِكُمْ خَيْرًا يُؤْتِكُمْ خَيْرًا مِمَّا أُخِذَ مِنْكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ 70 ٧٠

اى نبي! ته هغو بندیانو ته ووایه چې ستاسو په لاس كې دي: كه چېرې الله ستاسو په زړونو كې خیر (ایمان) معلوم كړي (، نو) تاسو ته به له هغه (مال) نه غوره دركړي چې له تاسو اخيستل شوى دى او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى (۷۰)

تفسیر
ای نبي ووایه د مشرکانو هغه بندیانو ته چې تاسو د بدر په ورځ نیولي او ستاسو په لاسونو کې پریوتي دي:که ستاسو په زړونو کې او یا ستاسو په نیتونو کې څه خیر او صلاح د الله تعالی په علم کې وي د هغه مال په باره کې چې ستاسو نه په فدیه کې واخیستلی شو. نو مه خفه کیږئ هغه مال پسې چې ستاسو څخه په فدیه کې اخیستل شوی دی، الله تعالی به درته ستاسو ګناهونه او الله بخښوونکی دی چې څوک ورته توبه وباسي له خپلو بنده ګانونه او تل ورباندې رحم کوونکی دی، او په تحقیق سره ریښتینې شوه دا وعده د الله د عباس-رضی الله عنه-دنبي-صلی الله علیه وسلم-د کاکا سره او غیر له هغه نه نوروکسانو سره هم چې ایمان یې راوړی و.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ