سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 75)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۷۵

وَالَّذِينَ آمَنُوا مِنْ بَعْدُ وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا مَعَكُمْ فَأُولَٰئِكَ مِنْكُمْ ۚ وَأُولُو الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَىٰ بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ 75 ٧٥

او هغه كسان چې له دې نه پس يې ایمان راوړ او هجرت يې وكړ او ستاسو په ملګرتیا كې يې جهاد وكړ، نو دغه كسان له هم ستاسو څخه دي او د خپلولۍ والا د الله په كتاب كې د یو بل زیات حقدار دي، بېشكه الله په هر شي ښه پوه دى (۷۵)

تفسیر
اوهغه کسان چې ایمان یې راوړی وروسته له هغه مومنانو څخه چې هغوی وړاندیوالی کړی اسلام ته د مهاجرینو او انصارونه او هجرت یې کړی د دار الکفر څخه دارالاسلام ته او جهاد یې کړی د الله په لارکې ددې لپاره چې د الله کلمه لوړه شي او کلمه د هغه کسانو چې کفر یې کړی دی ښکته شي دا ستاسو څخه دي-ای مومنانو-لازم دي په دوی هغه حقوق کوم چې په تاسو لازم دي او واجب دي په دوی هغه څه چې په تاسو واجب دي او خاوندان د خپلولۍ د الله په حکم کې ځینې د هغوی ډیرلایق دي په ځینو نورو په میراث وړلو کې د میراث اخیستلو نه په ایمان او هجرت کې، هغه حکم چې مخکې و بیشکه الله په هر شي تل پوه دی، هیڅ شی ورباندې پټ نه دی او الله پوهیږي په هغه څه چې په هغې کې د بنده ګانو اصلاح ده نو همغسې قانون ورته بیاجوړوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ