سوره الأعلى (لوړ)
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى i
ته پاكي بیان كړه د خپل رب د نامې چې تر ټولو اوچت دى (۱)
الَّذِي خَلَقَ فَسَوَّىٰ i
هغه چې پیدا يې كړل ټول شيان، پس ښه يې برابر كړل (۲)
وَالَّذِي قَدَّرَ فَهَدَىٰ i
او هغه (رب) چې اندازه يې وكړه، پس لاره يې وښووله (۳)
وَالَّذِي أَخْرَجَ الْمَرْعَىٰ i
او هغه ذات چې تازه ګياه يې را اېستلې ده (۴)
فَجَعَلَهُ غُثَاءً أَحْوَىٰ i
بيا يې هغه وګرځوله وچه توره (۵)
سَنُقْرِئُكَ فَلَا تَنْسَىٰ i
ژر ده چې مونږ به په تا باندې (قرآن) ولولو، نو ته به يې نه هېروې (۶)
إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ ۚ إِنَّهُ يَعْلَمُ الْجَهْرَ وَمَا يَخْفَىٰ i
مګر هغه چې الله يې وغواړي، بېشكه دغه (الله) په ښكاره و پوهېږي او په هغه څه چې پټ وي (۷)
وَنُيَسِّرُكَ لِلْيُسْرَىٰ i
او مونږ به تا ته اسانې لارې ته اسانتیا دركوو (۸)
فَذَكِّرْ إِنْ نَفَعَتِ الذِّكْرَىٰ i
نو ته نصیحت (پند) كوه كه نصیحت كول نفع رسوي (يا بېشكه نصيحت كول نفع رسوي) (۹)
سَيَذَّكَّرُ مَنْ يَخْشَىٰ i
ژر ده چې هغه څوك به پند واخلي چې وېرېږي (۱۰)
وَيَتَجَنَّبُهَا الْأَشْقَى i
او له دغه (نصیحت) نه به تر ټولو بدبخته ډډه كوي (۱۱)
الَّذِي يَصْلَى النَّارَ الْكُبْرَىٰ i
هغه چې تر ټولو لوى اور ته به ننوځي (۱۲)
ثُمَّ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيَىٰ i
بیا به دى په دغه (اور) كې نه مري او نه به ښه ژوند لري (۱۳)
قَدْ أَفْلَحَ مَنْ تَزَكَّىٰ i
یقینًا هغه څوك كامیاب شو چې پاك شو (۱۴)
وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلَّىٰ i
او د خپل رب نامه يې یاده كړه، پس لمونځ يې وكړ (۱۵)
بَلْ تُؤْثِرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا i
بلكې تاسو (په اخرت باندې) دنيايي ژوند غوره كوئ (۱۶)
وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ i
حال دا چې اخرت ډېر غوره او تل ترتله دى (۱۷)
إِنَّ هَٰذَا لَفِي الصُّحُفِ الْأُولَىٰ i
بېشكه دا (خبرې) یقینًا په ړومبنیو صحیفو كې هم دي (۱۸)
صُحُفِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَىٰ i
د ابراهیم او موسی په صحیفو كې (۱۹)